کندز کې له ۳۵۰ بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيو سره مرسته ترسره شوه
د د ماشومانو د ملاتړ موسسې له لورې د کندز ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ له ۳۵۰ بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيو سره د کار ي وسايلو مرسته ترسره شوه چې موخه يې داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو ته کارموندنه ده . يادې مرستې د تېرې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۲مه ترسره شوې، ددې وسايلو قيمت (۱۹۲۵۰) افغانۍ کېږي، چې هرې کورنۍ ته ورکړل شول.