د مهاجرت نړیوال سازمان رییسې ننګرهار کې د مهاجرینو د راستنېدنې د بهیر لیدنه وکړه

د ننګرهار ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان رییسې مېرمن مییا د مل پلاوي په ملتیا د تورخم په فرضي کرښه کې پرون د لېندۍ پر پنځمه د مهاجرینو د راستنېدنې د بهیر لیدنه وکړه.
نوموړې د خپل پلاوي له غړو سره د تورخم په فرضي کرښه کې د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د سرحدي آمریت په همغږۍ سره په تورخم کې د همکارو بنسټونو د خدمتونو او مرستو د وېش لړۍ وکتله.
مېرمن مییا په سرحدي آمریت کې ځانګړې ناسته وکړه، چې د راستنېدونکو مهاجرینو او نورې اړوندې ستونزې یې له نږدې وڅېړلې او د هر ډول مرستې ژمنه یې څرګنده کړه