بغلان کې تر ۱۰۰ زیاتو تنو ته د مرستې وېش لړۍ پیل شوه

د بغلان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په هلو ځلو او د اغاخان دفتر په مالي مرسته ۱۲۶ تنو ته د نغدي مرستې وېش لړۍ نن د لېندۍ پر څلورمه پیل شوه.
د مرستې د وېش په دې لړۍ کې به په دوو برخو کې هر تن ته ۱۸ زره ۶۰ او ۱۴ زره ۲۵۰ افغانۍ ووېشل شي.