نیمروز کې له ۵۰۰ زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې تېره ورځ له ۵۳۴ بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو سره د غیرې خوراکي توکو مرسته وشوه.
د نیمروز ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي عبدالله ریاض وايي، دغه کورنۍ د یاد ریاست له لوري له وړاندې پېژندل شوې وې، چې د "زنان برای زنان "موسسې له لوري هرې کورنۍ ته روغتیايي بستې، پخلنځي وسایل، کمپلې او ترپالونو ورکړل شول.