جوزجان کې دوه شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د جوزجان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د راپور له مخې، تېره ورځ د دغه ولایت شبرغان ښار اړوند مهاجرینو په ښارګوټي کې د ۲۰ تنو ښځو لپاره د ټولو کرنیزو وسایلو سره دوه شنې خونې جوړې او له دې څخه ګټې اخیستونکو ته وسپارل شوې.
دغه شنې خونې د APWDO موسسې له لوري ۴۸ زره افغانۍ جوړې شوې دي.