بدخشان کې له ۲۰۰ زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

بدخشان ولایت کې تېره ورځ ۲۶۲ بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته شوه.
دغه کورنۍ چې له دې وړاندې د مهاجرنیو ریاست له لوري پېژندل شوې وې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري په دوو برخو کې ۱۸ زره ۶۰ افغانۍ او ۱۴ زره ۱۱۰ افغانۍ ورکړل شوې.