د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت مهاجرینو رییس سره وکتل
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس ملا امان الله طلحه سره د ده په کاري دفتر کې وکتل.
یاد ټیم د دغه ولایت په درزاب او قوش تپه ولسوالیو کې د مهاجرینو ښارګوټو د تفصیلي پلان په اړه د خپل سفر موخه رښانه وکړه او په دې برخه کې یې د مهاجرینو ریاست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
بل لورته د مهاجرینو رییس د یاد ټیم څخه د مننې تر څنګ د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.