سمنګان ولایت کې له ۳۰۰ زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

سمنګان ولایت کې تېره ورځ له ۳۵۹ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

دغه کورنۍ وړاندې د دې ولایت په ولسوالیو او مرکز کې سروې شوې.

یادې مرستې په څلورو برخو کې : ۱۸ زره ۶۰ افغانۍ، ۱۴ زره ۲۵۰ افغانۍ، ۱۴ زره ۱۱۰ افغانۍ او ۵ زره ۲۲۰ افغانۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري د مهاجرینو ریاست تر څارنې لاندې وویشل شوې.