سرپل کې له ۳۰۰ زیاتو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
سرپل ولایت کې د لړم په ۲۴ مه نېټه له ۳۶۴ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ، چې راستنې شوې، بې ځایه شوې او اړمنې وې د یاد ولایت مهاجرینو امریت له لوري له وړاندې سروې شوې وې.
دغه مرستې په څو برخو کې ۱۸ زره ۶۰ افغانۍ، ۲۱ زره ۸۷۰ افغانۍ، ۱۴ زره ۲۵۰ افغانۍ، ۱۴ زره ۱۱۰ افغانۍ، ۵ زره ۲۲۰ افغانۍ او ۲۳ زره ۵۰۰ افغانۍ وې، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري د مهاجرینو امریت تر څارنې لاندې ورکړل شوې.