بغلان ولایت کې د مهاجرینو لپاره د ځمکو د وېش کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه

sadam_morr

 

د عالیقدر امیر المومنین فرمان د پلې کدېو په موخه بغلان ولایت کې د ځمکو د وېش کمېټې لومړۍ ناسته د لړم په ۱۵ مه نېټه جوړه شوه.

دغه ناسته چې د ښار او کور جوړولو رییس په مشرۍ د مهاجرینو چارو، کرنې او مالدارۍ، شاروالي، د کلیو پراختیا، محیط زیست، سیندیزې حوزې او کدستر رییسسانو په شتون کې په ښار جوړولو ریاست کې جوړه شوې وه، فیصله وشوه، چې د دغې تګلارې د لا ښه پلې کېدو په موخه به د بغلان له والي سره ناسته وشي، وروسته به د پلاوي غړي د ځمکې کره کتنې په موخه ساحې ته لاړ شي او مهاجرینو ښارګوټي لپاره ځمکې به له نږدې وګوري، تر څو شته فرصتونه او ستونزې وګوري او د راتلونکو پلانونو لپاره اړین ترتیبات ونیول شي.