د پکتیکا د مهاجرینو چارو کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې معلوماتي پروګرام جوړ شو

sadam_morr
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د تخنیکي ټیم غړو پکتیکا ولایت ته په خپل سفر کې د پکتیکا د مهاجرینو چارو کارکوونکو ته د یو پریزینټیشن په وړاندې کولو سره د پلان د ترتیب، د هوکړه لیکونو، بېځایه شویو، حقوقي ملاتړ، د دایمي حللارو موندنې او د کړنو د نظارت په اړه معلومات ورکړل.
دا معلوماتي پروګرام په دغه ولایت کې د مهاجرینو چارو ریاست د کارکوونکو د ورځنیو چارو د ښه والي لپاره د دوی د ظرفیت لوړونې په موخه و.
ګډونوالو په پورته برخو کې خپل نظرونه څرګند کړل او دغه معلوماتي پروګرام یې ګټور وارزاوه.