د وزارت د تخنیکي ډلګۍ غړو د پکتیا ولایت د مهاجرینو چارو ریاست وکوت

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د تخنیکي ډلګۍ غړو د موسساتو چارو د رییس شیخ عبدالرحمن رحماني په مشرۍ په خپل سفر کې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست لیدنه وکړه.
ښاغلي رحماني په دې لیدنه کې له اسلامي اصولو سره سم د دندو پر ترسره کولو او مستحقو ته د مرستو پر ورکولو ټینګار وکړ او د ستونزو کتنه او ورته رسېدنه یې دغه ولایت ته د خپل سفر موخې وګڼلې.
د پکتیا ولایت د مهاجرینو چارو رییس مفتي حبیب الله شهید زاده په دغه ولایت کې مستحقو ته د مرستو او د دوی ستونزو ته رسېدنې په برخه کې د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.