غزني: لسګونو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

په غزني ولایت کې له ۲۷ بېځایه شویو، راستنو شویو او مستحقو کورنیو سره د لړم میاشتې پر لسمه نغدي مرسته وشوه.
دا مرسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري هرې کورنۍ سره ۱۸ زره ۶۰ افغانۍ وه، چې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست تر اړمن پېژندلو وروسته ورته ووېشل شوه.