لغمان کې ۳۰۰ څخه زیاتو کورنیو ته د سرپنا د جوړولو پروژه پیل شوه

sadam_morr
-
په لغمان ولایت کې د ۳۱۰ راستنو شویو، بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو لپاره د دایمي سرپنا د جوړولو پروژه د لړم میاشتې پر درېیمه د دغه ولایت د والي شیخ شیراحمد حقاني او ځینو نورو سیمه ییزو چارواکو او ځايي خلکو په شتون کې پیل شوه.
دغه پروژه د څه باندې درې ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د لغمان د قرغيو ولسوالۍ په نوآباد سيمه کې د ناروې د مهاجرت شورا له خوا پيل شوه.
دا سرپناوې دوه د اوسېدو خونې، يو پخلنځی او يو دهلیز لري، چې د جوړېدو پيسې به يې هرې مستحقې کورنۍ ته په دریو ځلونو کې څلور زره او ٣٠٠ امريکايي ډالر ورکول کېږي.
د دې پروژې په پیل سره یو زر او ۶۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.