ننګرهار کې ۱۵ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه
په ننګرهار ولایت کې د تلې پر شپږویشتمه له ۱۵ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
په دغو کورنیو کې هغه راستانه شوي شامل وو، چې مخکې د دغه ولایت د مهاجرینو ریاست لخوا اړمن پیژندل شوي وو.
او د ډنمارک د مهاجرينو شورا له لوري د کوچنيو کاروبارونو د پياوړتيا په موخه په دریو برخو کې ۳۵ زره، ۳۰ زره او ۲۹ زره افغانۍ د مهاجرينو چارو رياست په څارنه ورکړل شوې.