مهاجرینو وزارت کې د بایوګرافیک ( د بشري سرچینو د اطلاعاتو مدیریت سیستم د استخدام ) پروسې د پلي کېدو په تړاو ناسته وشوه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۴
ـ

په دې ناسته کې د مهاجرینو چارو په وزارت کې د بشري سرچینو د مدیریت د معلوماتو د سیستم (HRMIS) د بیوګرافیک پروسې د پلي کولو په موخه ا.ا.ا د چارو ادارې د کادري چارو  ریاست، د استخدام او معلوماتي ټکنالوژۍ مسوولینو  ګډون کړی و.

د وزارت د بشري سرچینو رییس مولوي سید مطیع الله خلوتي د ښه راغلاست تر څنګ وویل: هیله من یم چې د بایو ګرافیک پروسې په پلي کېدو کې ډېر څه زده کړو، چې د بشري سرچینو سیستم مدیریت لا پیاوړی او منظم کړو او وتوانیږو چې بشپړه وړتیا تر لاسه کړو.

د ا.ا.ا د چارو ادارې د کادري چارو رییس مولوي سید محمد حنفي مامور وویل: د دې کار پیل یو نوښت دی، چې د دې پروسې په پیاوړتیا سره به روڼتیا او اسانتیا رامنځته شي، د ادارې مصارف به کم او خوندي شي.

هغه زیاته کړه: یوه اداره باید له بلې ادارې سره کاري همغږي ولري، هیله ده، چې د نظام د پرمختیا او پرمختګ لپاره له خپلو مسلکي کارکوونکو کار واخلي.

او بیا د کادري چارو د کارپوهانو له لوري د بایوګرافیک پروسې (د بشري منابعو د مدیریت د معلوماتو سیسټم استخدام) په اړه د ناستې ګډونوالو ته په یو پریزینټشن کې معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۹
Background image

په کابل کې د ایران سفیر د مهاجرینو چارو وزیر سره ولیدل

په کابل کې د ایران هېواد سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د ده د کار په دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې په ایران کې د مهاجرینو پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

مهاجرینو وزارت کې د بایوګرافیک ( د بشري سرچینو د اطلاعاتو مدیریت سیستم د استخدام ) پروسې د پلي کېدو په تړاو ناسته وشوه

په دې ناسته کې د مهاجرینو چارو په وزارت کې د بشري سرچینو د مدیریت د معلوماتو د سیستم (HRMIS) د بیوګرافیک پروسې د پلي کولو په موخه ا.ا.ا د چارو ادارې د کادري چارو  ریاست، د استخدام او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۱:۱
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اداري ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اونیزه اداري ناسته د مهاجرینو چارو وزیر ښاغلي الحاج خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ، د وزارت د مالي او مسلکي مرستیالانو او د رییسانو او مسولانو په شتون کې. . .

بېرته خبرونه ته