پکتیکا کې تر سلو زیاتو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
-

په پکتیکا ولایت کې د تلې پر پنځلسمه له ۱۲۹ وزیرستاني راستنېدونکو او اړمنو کورنیو سره د سلواغې نغدي مرسته وویشل شوه.

دا مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له لوري په دوو برخو کې د کوچنيو کاروبارونو د پياوړتيا په موخه ٤٠زره ٥٠٠ او ۱۲ زره افغانۍ وه، چې د دغه ولايت په مرکز او برمل ولسوالۍکې د مهاجرینو چارو رياست له خوا هرې کورنۍ ته ورکړل شوې.