غور کې ۳۰ تنو حرفوي وسایل ترلاسه کړل

sadam_morr
-

 په غور ولایت کې د تلې پر دولسمه د  موبایل د ترمیم د برخې ۳۰ تنو فارغانو ته کاري وسایل ووېشل شول.

 دغو کسانو کې هغه بې ځايه شوي او راستانه شوي کسان شامل وو، چې مخکې يې د RSDO موسسې له لوري د شپږو مياشتو لپاره حرفوي زده کړې ورکړل شوې وې او د ټاکلې مودې له پاى ته رسېدو سره د همدې  موسسې له لوري هر يو فارغ شوي کس ته اته ډوله کاري وسايل ورکړل شول.