بدخشان کې له ۱۰۰ زیاتې کورنۍ له سرپناوو برخمنې شوې

sadam_morr
-

د بدخشان په راغستان او یمګان ولسوالیو کې د طبعي پېښو له امله بې ځایه شوې ۱۱۴ کورنۍ  له سرپناوو برخمنې شوې.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د بدخشان مرستیال والي ویلي، چې په روان کال کې د طبعي پېښو له امله د دغه ولایت په ۲۰ ولسوالیو کې خلکو ته زیان اوښتی او د مرسته کوونکو بنسټونو یې غوښتنه وکړه، څو د زیانمنو ستونزو هواري په موخه ګټورې پروژې پلې کړي.

د دې ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي محمد یونس جهادمل په خبره، د هرې کورنۍ لپاره په ۴ بېسو کې د ۲ سوه ۱۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د AHF موسسې په مالي ملاتړ، چې د ودان موسسې له لوري یې چارې پر مخ وړل کېدې، څلور میاشتې وړاندې پیل شوې وې چې د تلې په ۹ مه نېټه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د یادولو ده، چې دغه سرپناوې د بدخشان په مرکز کې د کارته راغستان په نوم جوړې شوې، چې ۶۲ کورنۍ د راغستان ولسوالۍ او ۵۲ کورنۍ د یمګان ولسوالۍ پکې مېشتې شوې.