د مهاجرینو وزارت حقوقي ملاتړ رییس د کابل په هوايي ډګر کې د ترکیې هېواد څخه د ښه راغلاست، د راستنو شویو د ثبت له بروسې لیدنه وکړه.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۴
-

د مهاجرینو وزارت د حقوقي ملاتړ رییس الحاج غلام نبي الله دادخیل ستانکزي په کابل هوايي ډګر کې له ترکیې څخه د راستنو شویو کسانو د ښه راغلاست، راستنو شویو د ثبت او بررسۍ له پروسې لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې چې د هوکړه لیکونو د تعقیب امر حفیظ الله حیدري یې هم ملتیا کوله، د دې لیدنې موخه په کابل هوايي ډګر کې د یاد وزارت د حقوقي ملاتړ ریاست د کارکوونکو له فعالیتونو څارنه وه.

ښاغلي ستانکزي له ټولو برخو لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي ټولو راستنو شویو سره مختصرې خبرې وکړې او همداراز یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي رییس له مسوولینو وغوښتل چې د دندې پر وخت له صداقت او ایماندارۍ کار واخلي او له راستنو شویو سره نیک چلن وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۴
Background image

د مهاجرینو وزارت مسلکی معین د فاریاب ولایت خیبر ولسوالۍ له سیلاب ځپلي کلي لیدنه وکړه.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین فاریاب ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت خیبر ولسوالۍ حیدري خان کلي څخه د تلې په ۳ مه نېټه لیدنه وکړه.

یاد کلي څو میاشتې وړاندې د سختو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۴
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د نږدې ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د احیای صحت، جامعه افغاني، هیات ناروې موسسو سره د ۸ میلیونه ۹۷۲ زره او ۴۶۶ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړونونه لاسلیک شول.

د یاو هوکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۴
Background image

د مهاجرینو وزارت حقوقي ملاتړ رییس د کابل په هوايي ډګر کې د ترکیې هېواد څخه د ښه راغلاست، د راستنو شویو د ثبت له بروسې لیدنه وکړه.

د مهاجرینو وزارت د حقوقي ملاتړ رییس الحاج غلام نبي الله دادخیل ستانکزي په کابل هوايي ډګر کې له ترکیې څخه د راستنو شویو کسانو د ښه راغلاست، راستنو شویو د ثبت او بررسۍ له پروسې لیدنه وکړه. . .

بېرته خبرونه ته