غزني کې ۱۴ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

غزني کې له ۱۴ بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو سره د تلې په ۳ مه نېټه نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ د مهاجرینو ریاست له لوري له وړاندې پېژندل شوې وې، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري هرې کورنۍ ته ۱۷ زره ۷۵۰ افغانۍ ورکړل شوې.