ننګرهار کې له راستنو شویو کورنیو سره د مرستو په موخه ناسته وشوه
د ننګرهار ولایت مرستیال مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د اړوندو ادارو او همکارو بنسټونو د استازو په شتون کې د تلې پر دویمه په دغه ولایت کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو رسولو په موخه ناسته وشوه. مرستیال والي د موسسو د بشري مرستو ستاینه وکړه او له راستنیدونکو کورنیو سره یې په نورو برخو کې د مرستو غوښتنه وکړه.
هغه مسولينو ته زیاته کړه، چې په تورخم کې د راستنېدونکو کورنيو د تخصصي او حرفوي پوهې اړوند معلومات ثبت کړي، چې په راتلونکي کې د کار په برخه کې ورسره مرسته وشي.
ښاغلي بینوري همدا راز د مهاجرینو چارو ریاست مسولینو ته لارښوونه وکړه، چې د مهاجرینو په اړه خپل اړوند معلومات له هرې ادارې سره شریک کړي، چې مرستندویه موسسې په بېلابېلو برخو کې په اسانۍ سره مرسته او همکاري وکړي.
د مهاجرینو رییس په پورتنیو برخو کې د موسسو د همکارۍ غوښتنه وکړه او د وضعیت د ښه والي لپاره یې د لا ښې همکارۍ وړاندیز وکړ.
ورپسې د همکارو ادارو او موسسو استازو خبرې وکړې او د خپلو همکاریو ډاډ یې ورکړ.