تېرو درې میاشتو کې تر ۱۲ زره زیاتو کورنیو سره مرسته شوې ده
د روان ۱۴۰۳ لمریز کال تېرو درې میاشتو کې ۱۲ زره او ۷۴۰ بېځایه شویو، راستنو شویو، اړمنو، د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو او معلولو، یتیمو او کونډو سره په ننګرهار، تخار، سرپل، هرات، فاریاب، غور، پکتیکا، ارزګان، بلخ، کندهار، کندز، میدان وردګ، جوزجان، کابل، بغلان، فراه، غزني، سمنګان، لغمان، بادغیس، پروان، کاپبسا، پکتیا، هلمند، خوست، او نیمروز ولایتونو کې د داخلي او بهرنیو موسسو په همکارۍ مرسته شوې ده.
په دغو مرستو کې نغدي پیسې، خوراکي توکي، روغتیايي، کڅوړې، کاري حرفوي وسایل، د سرپنا جوړولو خیمې او سولر وو چې کورینو ته ورکړل شول.
د بېځایه شویو او راستنو شویو لپاره د مرستو د جلبولو په موخه ناستې شوي، د سلګونو بېځایه شويو او راستنو شویو لپاره ښوونیز سمینارونه برابر شوي، د مدني اسنادو د ګټو او د حرفوي زدکړو په اړه د معلوماتو خپرونې ورته جوړې شوې دي، چې له دغو پروګرامونو څخه فارغو شویو زده کونکو وکولی شول، چې د خپلو کورنیو په اقتصاد کې څه ناڅه مثبت بدلون راولي.
له ګاونډیو هېوادونو څخه لسګونه زره مهاجرین راستانه شوی، چې د څلورو ولایتونو په پولو کې د سرحدي آمریتونو له لوري ثبت شول، د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم ورسره مرسته شوې ده او پر دې سربېره د نورو مرستو په موخه نړیوالو بنسټونو ته هم ور پېژندل شوي دي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په دې هڅه او هاند کې دی، چې په هېواد کې د بېځایه شویو او راستنېدونکو لپاره اړینې اسانتیاوې او بشردوستانه مرستې برابرې کړې.