بدخشان کې ۳۴ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
-

 په بدخشان ولایت کې د وږي پر اته ویشتمه له ۳۴ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

دا کورنۍ وړاندې د کډوالو چارو رياست له خوا د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې اړمنې پيژندل شوې وې او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري په دوو برخو کې ٢١ زره ٥٠٠ او ۱۷ زره ۷۵۰ افغانۍ مرسته ورسره وشوه.