لغمان کې یو ټولنیز مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

sadam_morr
-
په لغمان ولایت کې هلته د محلي چارواکو، موسسو او خلکو په شتون کې د وږي پر دوه ویشتمه یو ټولنیز مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا مرکز د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مرسته له مهاجرینو چارو ریاست سره په همغږۍ په دوو پوړونو کې په بنسټي ډول د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی دی.
په پیل کې شمال زون کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازي خبرې وکړې، د مهاجرینو ریاست همکاري یې وستایله او ګډونوالو ته یې د دغه مرکز په اړه معلومات وړاندې کړل.
د لغمان د مهاجرینو رییس مولوي غلام الرحمن بلال د دې پروژې په پلي کېدا کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د کمسارو هڅو مننه وکړه او خلکو ته یې د مهاجرینو ریاست له لوري شپه او ورځ د همکارۍ ډاډ ورکړ.