جوزجان کې له ۱۵ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
په جوزجان ولایت کې د وږي پر دویشتمه ۱۵ کورنیو ته نغدي او روغتیايي کڅوړې ووېشل شوې.
په دغوکورنيو کې د ځانګړو اړتیاوو کسان شامل وو، چې مخکې د مرستې وړ پېژندل شوي وو او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري د ۲۱ زره او۵۰۰ او ۱۷زره او ۷۵۰ افغانیو او یوې روغتیايي کڅوړې مرسته ورسره وشوه چې هرې کورنۍ ته د مهاجرینو چارو ریاست په څارنه ورکړل شوه.