په خوست کې د وروستیو بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه
د خوست د مهاجرینو ریاست د راپور له مخې، د یاد ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د وروستیو نښتو له امله ۳۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې دي.
دغه کورنۍ د ځاځي میدان ولسوالۍ څخه د یاد ولایت صبریو، باک او مرکز ته کډه شوې او د خپلوانو په کورونو کې اوسیږي، چې د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له لوري له ۱۸۰ کورنیو سره یوه خېمه، اوړه، غوړي او وریجو مرسته وشوه او سرې میاشتې هم مرسته وکړه.
د اټکل له مخې ۹۰۰ نورو کورنیو په احتیاطي توګه د جګړې له امله له یادې ولسوالۍ باک او صبریو ته ګډې وړې دي.
د خوست مهاجرینو رییس ځاځي میدان ولسوالۍ ته د شهیدانو او زیانمنو کورنیو د ډاډګیرنې په موخه سفر کړی.
د خوست مهاجرینو رییس د بې ځایه شویو کورنیو او زیانمنو کورنیو لپاره د مرسته کوونکو بنسټونو څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې.