پاکستان کې درې افغان مهاجر ماشومان په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي دي
د پاکستان په اسلام اباد کې د مېشتو افغان مهاجرینو د اتشې د راپور له مخې، د وږي پر څوارلسمه د راولپنډۍ په ښار کې د ۷ او ۹ کلونو ترمنځ درې تنه افغان مهاجر ماشومان د کباړ ( لرګیو او بوټو په راټولولو بوخت وو) په اوبو کې ډوب او مړه شوي.
د افغان مهاجرینو د اتشې ادارې مسولین ژر تر ژره د پېښې ځای ته ورسېدل او د پېښې څرنګوالی یې وڅېړه، د هغوی کورنیو ته یې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او
په هغه هېواد کې مېشت د اسلامي امارت سفارت د دغو ماشومانو کورنیو سره د ۶۰ زره کلدارو مرسته وکړه.
له همدې امله د مهاجرینو چارو مسولينو هم دغه موضوع د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مسولينو سره شريکه کړه او د دغو ماشومانو له کورنيو سره يې د بيړنیو بشري مرستو غوښتنه وکړه.