افغانانو د علماوو په فتوا درې امپراتورۍ ماتې کړې

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۸:۶
_
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني د بامیان ولایت، د جهادي مدرسې د لیدنې پرمهال په افغاني ټولنه کې د علماوو رول ته په اشارې وویل، علماوو تل د افغانانو په منځ کې ځانګړی ځای لرلی او د دوی په فتوا د سرونو قربانیو ته چمتو شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، دا ځل مو د جهاد ثمره (اسلامي او خپلواک نظام) ځکه ترلاسه کړه، چې مشري یې علماوو کوله.
ښاغلي حقاني وویل علماء باید اسلامي او جهادي روحیه ژوندۍ وساتي او د ملت د یووالي لپاره شپه او ورځ مټې راونغاړي او جهادي مدرسې باید د نړۍ هېوادونو لپاره یوه الګو وي.
د مهاجرینو چارو وزیر د دغې مدرسې د استادانو او شاګردانو ستونزې او مشکلات هم له نږدې واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

بېرته خبرونه ته