د مهاجرینو چارو وزیر د بامیان ولایت له والي سره ولیدل

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۸:۶
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني او ورسره مل پلاوي بامیان ولایت ته د سفر پرمهال د دغه ولایت له والي مولوي عبدالله سرحدي سره د ولایت په مقام کې ولیدل.
په دې ناسته کې بامیان ولایت ته د راستنو شویو مهاجرینو، داخلي بېځايه شویو او د مهاجرینو د ښارګوټو پر ستونزو او ورته پر اسانتیاوو رامنځته کولو خبرې وشوې.
ښاغلي سرحدي ډاډ څرګند کړ، چې په دغه ولایت کې ترډېره د مهاجرینو ستونزو ته رسېدنه شوې او په دې برخه کې به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
د مهاجرینو چارو وزیر په بامیان ولایت کې پر یو شمېر کورنیو د چین بشري مرستې او همدا راز د (HSPO) موسسې لخوا د خوراکي توکو چمتو شوې مرستې هم ووېشلې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

بېرته خبرونه ته