د مهاجرینو چارو وزارت اداري ناسته وشوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۵:۳۷
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اونیزه اداري ناسته د رییسانو او مسولینو په شتون کې وشوه.
 ناسته د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني په مشرۍ د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه او د تېرې ناستې د موضوعاتو په تعقیب خبرې اترې وشوې.
 د وزارت مالي او اداري مرستیال د خپلو خبرو په یوه برخه کې په ورځنيو کارونو کې له بیت المال څخه د استفادې په برخه کې مسولینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او دغه راز نوموړي پر دقیقو، اغېزناکو او چټکو چارو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

بېرته خبرونه ته