کندز کې یو روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

sadam_morr
-

د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وږي پر څوارلسمه د یوه روغتیايي مرکز د رغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دا روغتيايي مرکز د دغه ولايت د استازي او ورسره مل پلاوي، د سيمې اوسېدونکو او د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د استازي په شتون کې افتتاح او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د يادونې وړ ده، چې د دغه مرکز د رغونې چارې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د اکرو موسسې له لوري  د ١٣٥ زره امريکايي ډالرو په لګښت بشپړې شوې دي.