ځینو قومي مشرانو او جهادي قوماندانانو د مهاجرينو چارو له وزير سره وکتل

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۲۰:۲۴
-
 
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر ښاغلي الحاج خلیل الرحمن حقاني د هېواد د بېلابېلو ولایتونو ځینو قومي مشرانو، جهادي قوماندانانو او د پوهنتونونو استادانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
هغوی د مهاجرینو په خدمت کې د وزارت د مشرتابه د کمسارو هلو ځلو د قدردانۍ ترڅنګ له اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر پر لا یووالي ټینګار څرګند کړ او د هغوی د هر اړخیز او صادقانه ملاتړ قدرداني او مننه یې وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس بغلان ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د خپل کاري سفر په ترڅ کې د بغلان له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه.
په دغې لیدنه کې د یاد ریاست د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۲۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا له والي مولوي مهرالله حماد سره وکتل.

په دې ناسته کې چې له ښاغلي مولوي مهرالله حماد سره د پکتیا د کډوالو چارو رئیس مولوي عبدالولي منګل هم برخه لرله، په پیل کې ښاغلي والي په یاد ولایت کې د راستنو شویو د ژوند د وضعیت په اړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس کندز ته د سفر په ترڅ کې له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د کاري وضعیت، کړنو ترسره کولو لړۍ، کډوالو ته خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي، دندو ترسره کولو تګلارې او. . .

بېرته خبرونه ته