تخار کې نږدې ۴۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
-
په تخار ولایت کې د زمري پر لسمه له ۳۹ راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دا کورنۍ مخکې د تخار ولایت د مهاجرینو چارو ادارې له خوا سروې شوې وې او کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ په موخه د ۴۰ زره افغانیو په ارزښت مرسته ورسره وشوه، چې هرې کورنۍ ته د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ادارې په څارنه ورکړل شوه