د ښار او کور جوړونې وزارت مرستیال د غزني ولایت له مهاجرینو سره وکتل

sadam_morr
-
 
د غزنی ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، د ښار او کور جوړونې وزارت مرستیال شیخ مدبر علی بامیانی د وږي پر اومه د غزني ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس مولوی مطیع الله عرب سره وکتل.
په دې کتنه کې د غزني ولایت د ۲ نمبر مهاجرینو د ښارګوټي د جغرافیایي موقعیت، د لومړۍ برخې د توپوګرافیکي سروې د بشپړیدو او د دویمې برخې د توپوګرافیکي سروې د پیل د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وشوې.
د ښار او کور جوړونې وزارت مرستیال ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د دغه وزارت تخنیکي ټیم د توپوګرافیکي سروې په موخه غزني ولایت ته لاړ شي او د پاتې ۲ نمبر ښارګوټي د سروې چارې به بشپړې کړي.