کندوز کې لسګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
په کندوز ولایت کې پرون د زمري نهه ویشتمه، ۳۶ راستنو شویو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ له دې مخکې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ادارې له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او له هرې کورنۍ سره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري د ۷۰۰ ډالرو په ارزښت نغدي مرسته وشوه.