په غزني کې ۲۴ کورنیو نغدي مرسته تر لاسه کړه.

sadam_morr
په غزني کې د زمري پر پنځه ویشتمه نېټه ۲۴ راستنو شویو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ د دې ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري له وړاندې پېژندل شوې وې او د بشري مرستو د همغږۍ ادارې له لوري په دوو برخو کې ۴۸ زره، ۵۴۰ افغانۍ او ۲۴ زره ۲۷۰ افغانۍ مرسته ورسره وشوه.