لغمان کې د حرفوي زدکړو مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د لغمان ولایت په مسکین اباد او الینګار ولسوالیو کې د زمري پر اولسمه د حرفوي زدکړو مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د لغمان ولایت د مهاجرینو چارو او اقتصاد رییسانو، د الینګار ولسوال، د تطبیقي ادارې استازو او د سیمې خلکو برخه اخیستې وه.
دغه مرکز د لغمان د مهاجرینو چارو ادارې سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په همکارۍ جوړ شوی او ۵۰ نارینه او ښځینه زده کوونکو ته به شپږ میاشتې د بکسونو او څپلکو جوړولو په برخه کې روزنه ورکول کېږي، چې په ګانده کې له همدې لارې د ټولنې په خدمت سربېره خپل ژوند هم برابر کړي.