د کابل د مهاجرینو چارو رسیس د دوو همکارو بنسټونو له استازو سره وکتل
د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي عبدالرحمن حبیبزي د زمري پر پنځلسمه د حرکت موسسې او د ناروې د مهاجرت شورا له استازو سره وکتل.
د حرکت موسسې مشر په کابل او نورو ولایتونو کې د خپلو فعالیتونو او همدارنګه د سروې او د ګټه اخیستونکو د انتخاب د لارو چارو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د دغې ادارې د مسولینو له لوري به د درېو میاشتو په موده کې ګټه اخیستونکو ته روزنه ورکړل شي.
د ناروې مهاجرت شورا استازي ښاغلي حبیبزي ته د خپلو فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې د داخلي بې ځایه شویو لپاره ۲۰ سرپنا جوړېږي او ۶۰ کورونه د ترمیم او رغونې په حال کې دي.
د کابل د مهاجرينو ریيس د دغو بنسټونو له استازو څخه مننه وکړه او د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې يې د پروژې د پلي کېدو په برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.