اعلامیه

sadam_morr

په دې وروستیو کې د مهاجرت نړیوال سازمان راپور خپور کړی، چې ګوا کې له ٢٠٢٠ کال راپه دیخوا اته میلیونه افغانان مهاجر شوي دي. مونږ دغه راپور په کلکه ردوو. د روس د اشغال نه راپدیخوا تر اوسه له افغانستان څخه په دومره لویه کچه مهاجرت نه دی تر سره شوی. البته د افغانستان په ٤٠ کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې د مهاجرت په نسبت د راستنېدنې پروسه ډېره چټکه ده او په تېرو دریو کلونو کې ٣.٧ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. متاسفانه ځینې ادارې ددې لپاره، چې د تمویلوونکو توجه جلب کړي د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپروي، چې بده اغیزه یې مستقیما په افغان ولس باندې کېږي.