تخار کې تر سلو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

په تخار ولایت کې د زمري پر اتمه له ۱۱۵ راستنو شویو او اړمنو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
 دغه کورنۍ مخکې سروې شوې وې او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري هرې کورنۍ ته په دوو برخو کې ٤٨ زره ٥٤٠ او ٢٤ زره ٢٧٠ افغانۍ د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ادارې په څارنه ورکړل شوې.