د افغانستان لپاره د (UNHCR) ادارې له نوي رئیس سره ناسته ترسره شوه

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۶:۲
-

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ نوي رئیس ښاغلي عرفات جمال د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه په دفتر کې ولیدل
په ناسته کې د مهاجرینو چارو وزیر نوموړي ته ښه راغلاست او په دنده کې د موفقیت غوښتنه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې په راتګ سره یې د مهاجرینو ستونزو ته په ښه توګه رسیدګي وشي
ښاغلي عرفات جمال د مهاجرینو چارو وزارت سره په ګډه کار، د لا همغږیو رامنځته کول او په ګډه د غوره کړنلارو جوړول له خپلو لومړیتوبونو څخه وبلل او زیاته یې کړه، چې د مهاجرينو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره باید له کوربه هېوادونو سره همغږي زیاته، د راستنېدنې پروسه اسانه او دلته د روغتیا، تعلیم او په نورو برخو کې پروګرامونه په کار واچول شي او دایمي حللارې پیدا کړل شي
د مهاجرینو چارو وزیر په خپلو خبرو کې اوویل: څرنګه چې د مهاجرینو موضوع بشري موضوع ده، نو له دوی سره مرستې هم باید په بشري احساس وشي
نوموړي وویل: د مهاجرینو چارو وزارت پنځه کلن ستراتيژيک پلان لري، چې د راستنېدنې، بیا میشتېدنې او دایمي ادغام پورې ټوله پروسه پکې په نظر کې نیول شوې، ددغه ستراتیژیک پلان په تطبیق کې باید همکاري وشي
ښاغلي حقاني ټینګار وکړ، چې مرستې دې د کار په بدل کې ورکړل شي، موسسات دې خپل اداري مصارف کنټرول کړي او زیات تمركز دې د اړمنو په ستونزو وکړي
د وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي محمود الحق احدي وویل: پروژې باید د وزارت سره په ګډه پلان شي او په بې ګټې پروژو بودیجه مصرف نشي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

مهاجرینو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو وزارت کې د پیشرو افغان او EPEK INTERNATIONAL موسسې سره د ۸۸ زره او ۷۶۶ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د یادو هوکړه لیکونو له مخې، د پیشرو انکشافي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۹:۵۸
Background image

د دایکندي د مهاجرينو چارو آمر د مهاجرینو چارو وزير سره وکتل

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو له وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د دایکندي ولايت د مهاجرینو چارو آمر مولوي محب الله اخوندزاده سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې په دغه ولايت. . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۷:۴۶
Background image

د پوهنې او اقتصاد له وزیرانو سره ګډه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبیب الله اغا او د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دین محمد حنیف سره ناسته وکړه.
په دغه. . .

بېرته خبرونه ته