په سمنګان ولایت کې د دایمي استقرار او بیا یوځای کېدو کمېټې غونډه دایره شوه

sadam_morr
د دایمي استقرار او بیا یوځای کېدو ولایتي کمېټې غونډه د اړوندو حکومتي ادارو او همکارو بنسټونو استازو په ګډون د سرطان په ۳۱مه نېټه په سمنګان ولایت کې جوړه شوه.‏
د ولایت مقام استازي مفتي عصمت الله مرادي د خدمت کولو، امانت دارۍ، اسانتیاوو رامنځته کولو او د راستنېدونکو لپاره د کار په اړه خبرې وکړې او د همکارو ادارو او موسسو د مسؤلیتونو په اړه یې وینا وکړه.‏
ورپسي د ARIS سیستم مسؤل د راستنېدونکو معلوماتو د آنلاین ثبت، اړتیاوو او احصائیو په اړه معلومات وړاندې کړل.‏
په آخر کې د سمنګان ولایت د مهاجرینو آمر قاري محمد حسین خالد خاکسار ټینګار وکړ چې ګډونوال دې د راستنېدونکو لپاره د لا زیاتو خدمتونو او اسانتیاوو د رامنځته کولو هڅه وکړي.‏
په پای کې، د همکارو بنسټونو استازو د همکارۍ ژمنه وکړه.‏