زرګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان او ایران څخه راستانه شول
نهه زره او ۷۳۰ تنه افغان مهاجرین د چنګاښ له نولسمې تر دوه ویشتمې د نیمروز ولایت د ورېښمو، د هرات ولایت د اسلام کلا، د کندهار ولایت د سپین بولدک او د ننګرهار ولایت د د تورخم له لارې څخه پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول.
د پورته ولایتونو له سرحدي آمریتونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې ۹۵ کورنۍ چې ۵۳۲ تنه کېږي له تورخم فرضي کرښې، ۱۵۲کورنۍ چې ۸۲۱ تنه کېږي د سپین بولدک فرضي کرښې له لارې له پاکستان څخه او په ایران کې مېشت څلور زره او ۷۹۷ تنه د هرات اسلام کلا او درې زره او ۵۸۰ تنه د نیمروز د ورېښمو له لارې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
راستانه شوي له سرحدي ادارو سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او دغه راز له هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته هم وشوه.