د داخلي بې ځایه شویو د شمېر د یوکېدا دویمه تخنیکي ناسته وشوه

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۵:۱۷
-

 د مهاجرینو چارو وزارت د مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان د استازو په شتون کې د داخلي بې ځایه شویو د شمېر د یوکېدا په اړه دویمه تخنیکي ناسته وشوه.
  په دې ناسته کې د داخلي بې ځایه شویو د شمېر او احصایې د يوکېدا او دوی ته پر رسېدنه خبرې وشوې.
 د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي راشد د شمېر پر یوکېدا، بشري مرستو، ستونزو ته د ښې رسېدنې او د اسلامي امارت له قوانینو سره سم پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
 د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د حقوقي ملاتړ د څانګې مرستیالې مېرمن والري سوبو داوو وویل: موږ د یو ګډ هدف لپاره کار کوو، چې یوې وروستۍ او مثبتې پایلې ته ورسېږو.
دغه راز نوموړې له مهاجرینو چارو وزارت سره د کمېشنرۍ د همکارۍ او ستونزو ته د رسېدنې ډاډ هم ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

مهاجرینو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو وزارت کې د پیشرو افغان او EPEK INTERNATIONAL موسسې سره د ۸۸ زره او ۷۶۶ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د یادو هوکړه لیکونو له مخې، د پیشرو انکشافي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۹:۵۸
Background image

د دایکندي د مهاجرينو چارو آمر د مهاجرینو چارو وزير سره وکتل

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو له وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د دایکندي ولايت د مهاجرینو چارو آمر مولوي محب الله اخوندزاده سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې په دغه ولايت. . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۷:۴۶
Background image

د پوهنې او اقتصاد له وزیرانو سره ګډه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبیب الله اغا او د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دین محمد حنیف سره ناسته وکړه.
په دغه. . .

بېرته خبرونه ته