د ادارې او مدیریت د اساسي اصولو ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۵:۳۶
-
د مهاجرینو چارو وزارت مرکزي رییسانو او خپلواکو آمرینو ته د ادارې او مدیریت د اساسي اصولو تر سرلیک لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د وزارت د مسلکي مرستیال ښاغلي الحاج مولوي عبدالرحمن راشد له لوري د ملکي خدمتونو د انستیتوت استادانو ته د ستاینلیکونو او ټولو برخه والو ته د سندونو په وېشلو سره پای ته ورسید.
دغه ورکشاپ د روان کال د چنګاښ میاشتې پر شپاړسمه د وزارت د غونډو په تالار کې پیل او د ګډونوالو د وړاندیزونو او نظرونو په راټولولو سره پای ته ورسید.
په دې ورکشاپ کې د کاري ګروپونو د جوړولو له لارې د ادارې او مدیریت د مفاهیمو پېژندنه، د ادارې بنسټي اصول، د یوې اسلامي ادارې ځانګړنې، د مدیریت کچې، په مختلفو کچو کې د مدیرانو مهارتونه، د مدیرانو مسولیتونه او د مدیریت اصلي عناصر وړاندې شول.
د وزارت مرکزي رییسانو او خپلواکو آمرینو په دې ورکشاپ کې وړاندې شوي موضوعات ګټور او ارزښتناک وبلل.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

بېرته خبرونه ته