بېځايه شوو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه.
دفراه ولايت د کډوالو چارو رياست له لورې ۱۴۶ بېځايه شوو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه.
يادې کورنۍ چې د سېلابونو له امله ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې پنجشنبې په ورځ د غبرګولې په ۳۰ مه هرې کورنۍ سره ۷۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه.