د مهاجرینو وزارت څلور تنه کارکوونکي د یوې روزنیزې برنامې په موخه چین هیواد ته ولاړل.

anwari_morr
_
 
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت یو څلورکسیز ټیم د ۱۵ ورځو په موخه د یوې روزنیزې برنامې لپاره د چین ولسي جمهوریت ته په رسمي سفر ولاړل. د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت رهبري تل هڅه کوي، چې د بېلابېلو همکارو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په مرسته د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې کار وکړي تر څو وکولای شي، چې هېوادوالو ته ښه خدمات وړاندې کړي.