سرپل کې له لسګونو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

 د سرپل ولایت په مرکزي سیمو کې د چنګاښ پر یولسمه ۵۴ بې ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
 دغه کورنۍ وړاندې د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو رياست له خوا اړمنې پيژندل شوې وې، چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري ۱۹ کورنیو هرې یوې ته ۱۷ زره او ۷۵۰ افغانۍ، څلور کورنيو هر یوې ته ۲۱ زره او ۵۰۰ افغاني له روغتيايي کڅوړې سره مل ورکړل شوې.
 او ۳۱ نورو کورنیو سره د مهاجرت نړیوال سازمان له لوري ۳۸ زره، ۳۰ زره، ۱۸ زره او ۱۰ زره افغانیو او د ۱۳ ډوله روغتیایي توکو مرسته وشوه، چې د سرپل ولایت د مهاجرینو چارو آمریت تر څارنې لاندې ووېشل شوه.