بادغیس کې له ۳۵ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
-

په بادغیس ولایتکې د چنګاښ پر نهمه ۳۵ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.

دا بېځایه شوې او اړمنې کورنۍ وې، چې مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو رياست له خوا په مرکز کې اړمنې پېژندل شوې وې او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا ۱۷زره او ۷۵۰ افغانۍ مرسته ورسره وشوه، چې د مهاجرینو چارو رياست تر څارنې لاندې ووېشل شوه.